د روغتیا په ډګر کې د نوښت او ویاړ ځلانده مېلمه پالنه

ملي نندارتون د افغان مېړانې او پرمختګ ژوندی ثبوت دی. په همدې ویاړلي فضا کې، د رياست‌الوزراء د اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ، د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرسیتا محترم مولوي عبدالسلام حنفی، د عامې روغتیا محترم وزیر صاحب مولوي نورجلال جلالي د امارت د لوړ پوړو دولتي چارواکو او وزیرانو کاروان د «ابن سینا بلخي» په زړه پورې نندارتون کې د افغان میرسي معالجوي روغتون له ځانګړې غُرفې څخه لیدنه وکړه.دا کتنه یوازې یو رسمي سفر نه و، بلکې د هېواد د روغتیايي سکټور د ځان‌بسیاینې، عصري خدمتونو او لوړ کیفیت لرونکو طبي هڅو ته د درناوي او کلک ملاتړ څرګندونه وه.

عالي رتبه مشرانو زموږ د روغتون د مجهزو طبي امکاناتو، بې‌ساري لاسته راوړنو او د یو کلن ځانګړي تخفیف د برنامې ستاینه وکړه او دا یې د اباد افغانستان په لور یو لوی ګام وباله.

موږ ژمن یو چې د خپلو هېوادوالو د روغتیا او هوساینې لپاره تل تر ټولو غوره او معیاري خدمتونه وړاندې کړو!