مقدمه

افغان مــــــــــیرسي معالجوي روغتون، باکیفیته درملنې ته ژمن

په افغانستان کې د ژمي په موسم کې د هوا سوړوالی، د سوند توکو دود، بند چاپېریال، او د صحي خدماتو محدودتیا د تنفسي ناروغیو د زیاتېدو لامل کېږي. دا ناروغۍ لکه زکام، برونشیت، سینه‌بغل (نیمونیا) او آنفلوینزا د ماشومانو، زاړه خلکو او ضعیف معافیت لرونکو لپاره جدي خطر لري

اصلي عوامل (Root Causes)

الف. داخلي چاپېریال

– د سوند توکو دود (سکاره، لرګي، پلاستیک) په کورونو کې زهرجن ګازونه لکه کاربن مونو آکساید خپروي

– نښه: اوږدمهاله ټوخی، د سترګو او ستوني سوخت، سرګرځي، نفس تنګی

ب. ضعیفه تهویه (Ventilation):

– بند کورونه چې تازه هوا نه لري، د باکتریاوو او وایرسونو زیاتېدو ته زمینه برابروي

ج. کمزوری معافیت (Immunity)

– د ماشومانو، زاړو او ناروغانو بدن دفاع نه‌شي کولای

– لاملونه: کم غذا، خوارځواکي، دوامداره ناروغۍ (Diabetes, TB, HIV)

د. ټولنیز عوامل

– کمه پوهه، بې‌واکسینه‌والی، کلتوري خنډونه، او صحي خدماتو ته نه لاسرسی

نښې نښانې

– ټوخی، تبې، ستړیا، د بدن دردونه، نفس تنګي، او د سینې درد

– د ماشومانو په حالت کې: ژر تنفس، نه‌خوراک، بې‌هوشي یا ناارامي

مخنیوي لارې

د کورونو تهویه ښه کول

د تمباکو او زهرجنو توکو نه کارول

منظم لاس مینځل او د ماسک کارول

تودې جامې او متوازنه غذا خوړل

د آنفلوینزا واکسین اخیستل (که موجود وي)

د ماشومانو لپاره د سینه‌بغل مخنیوي واکسین (PCV13)

کورنی چاپېریال

– د کورونو وینټیلیشن ته پاملرنه وکړئ

– د سوند توکو دود له ماشومانو او زاړو لرې وساتئ

– د بخاریو لپاره د هوا ایستلو لاره جوړه کړئ (چمنی)

ب شخصی حفظ الصحه او وقایه

– لاسونه په صابون وینځئ، په ځانګړې توګه د خوړو او ناروغ سره تماس وروسته

– ماسک استعمال کړئ که ټوخی یا زکام لرئ

– له ناروغو سره نږدې تماس مه نیسئ

درملنه (Treatment)

الف. د خفیف تنفسي ناروغیو درملنه

– استراحت، ګرمه هوا، مایعات څښل (شوروا، شیدې، شات)

– د ټوخي او تبې لپاره OTC درمل (Paracetamol, Cough Syrups)

– د سړې هوا او دوړو نه ځان ساتل

ب. د جدي حالت درملنه

– د نیمونیا، برونشیت یا نفس تنګۍ لپاره روغتون ته عاجله مراجعه

– انټي‌بیوتیکونه د ډاکټر په مشوره

– اکسیجن، نیبولایزر یا حتی بستر کېدل

هغه کړنې چې ترسره کول یې د ناروغ په زیان دي

– پرته له مشورې انټي ‌بیوتیکونه مه کاروئ

– په زړو نسخو او د ګاونډیانو په مشورو باور مه کوئ

– ماشوم ته چای مه ورکوئ، بلکې شیدې او مناسب مایع ورکړئ

پایله

په افغانستان کې د عامو خلکو پوهاوی، د محیطي شرایطو ښه مدیریت، او د عامې روغتیا برخې تقویه کول کولای شي د ژمي ناروغۍ کمې کړي. روغتیا پالان، ټولنیز فعالان او رسنۍ باید په ګډه د مخنیوي پیغامونه خپاره کړي. په ژمي کې د تنفسي ناروغیو مخنیوی یوازې د درملنې له لارې نه، بلکې د عامه پوهاوي، کورني حفظ الصحې، ښه تغذیې، او اساسي خدماتو له لارې ممکن دی. که د ټولنې هر غړی خپل رول ادا کړي، نو د ناروغیو پېښې کمېدای شي